
افغان خبریالانو او معترضو میرمنو د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې څخه له زیانمن شوو کډوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه
د معترضو میرمنو او افغان خبریالانو یوې ډلې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا ته لیک استولی او ترې غوښتې یې دي چې د زیانمن شوو کډوالو ملاتړ ته دې دوام ورکړي او د جنسیت په اساس د پناه غوښتنې بهیر دې نه دروي. یادو میرمنو ټینګار کړی چې د افغانستان موجوده وضعیت د ښځو په ځانګړې توګه د بشر د حقونو فعالانو لپاره خظرناک دی چې د نړیوالو جدي پام او مرستې ته اړتیا لري.
د لیک استوونکو ټینګار کړی چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته افغان میرمنې په سیستماتیک ډول ځپل کیږي او له سختو محدودیتونو او جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي. ډېری میرمنې د مدني او بشري حقونو په برخه کې د فعالیت له امله د بندي کیدو، شکنجې او ان د اعدام له ګواښ سره مخ دي. دغو میرمنو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بشري حقونو د خوندیتوب او له کډوالو د ملاتړ په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.