
د افغانستان د بشري حقونو د څار سازمان له آلمان وغوښتل چې پاکستان دې د زیانمن شوو کسانو د نیولو او ایستلو پروسې بندولو ته وهڅوي
د افغانستان د بشري حقونو د څار سازمان په یوه لیک کې د آلمان هیواد له بهرنیو چارو وزارت وغوښتل چې له خپل دیپلوماتیک نفوذ په استفادې پاکستان وهڅوي چې د زیانمن شوو کسانو نیول او ایستل بند کړي. دې ادارې ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت خطرناک دی او د دغو کسانو جبري ایستل د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
همدارنګه دې ادارې د آلمان له حکومت څخه وغوښتل چې هغه خبریالان، د بشري حقونو فعالان او افغان میرمنې چې د نیول کیدو، بند او اخراج له ګواښ سره مخ دي، بیا مېشت کړي. د افغانستان د بشري حقونو د څار سازمان د یادو کسانو د خوندیتوب په برخه د نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دې بشري ناورین د مخنیوي په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.