
طالبانو بامیان ولایت کې یوه بریتانوي جوړه نیولې
د بریتانیا رسنیو د یکشنبې په ورځ د حوت په ۵مه راپور ورکړی چې طالبانو په افغانستان کې یوه بریتانوي جوړه نیولې ده. د "سندي ټایمز" په راپور کې ویل شوي چې ۷۹ کلن پیتر رینولدز له خپلې ۷۵کلنې میرمنې باربي سره یو ځای د فبروری په لومړۍ نېټه بامیان ولایت کې خپل کور ته د تګ په مهال نیول شوی دی
.
یادې جوړې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې د زدهکړو او له میندو او ماشومانو د ملاتړ په برخو کې فعالیت کاوه. د یادې جوړې لور سارا انتویستل ویلي چې مور او پلار یې یوازې هغو هېوادونو کې خدمت کاوه چې مینه یې ورسره درلوده
.
د یادې جوړې د نیولو لامل تر اوسه ندی په ډاګه شوی او د طالبانو حکومت هم په دې اړه په رسمي ډول تراوسه څه نه دي ویلي