
طالبانو سرپل کې د ښځو د سنګارتوکو د ضبطولو په موخه د کورونو تلاشي پیل کړې
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یکشنبه د حوت ۵مه سرپل ولایت کې د آرایشي وسایلو د راټولولو په موخه د کورونو تلاشي پیل کړې. یادې ادارې د دې تلاشیو موخه «د اسلامي شریعت تطبیق» بللی دی.
د طالبانو لخوا عامه بازارونو کې د آرایشګاوو په فعالیت د بندیز له امله یو شمېر ښځې اړې شوي چې د آرایشګرۍ مسلک له خپلو کورونو څخه پر مخ یوسي. خو طالبان په یاده برخه کې د خپلو قوانینو د پلي کولو په موخه د کورونو تلاشۍ ته مخه کړې ترڅو د ښځینه آرایشګرانو د فعالیت مخه ونیسي.