د افغانستان د خبریالانو مرکز: د بیګم او ځوانان ایف اېم راډیوګانې لا هم تړلې دي او کارکوونکي یې نه دي خوشې شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) ویلي چې د راډیوګانو د بیا فعالیت له اجازې سره سره لا هم په کابل کې د بیګم او ځوانان ایف اېم غږیزو رسنیو دفترونه تړل شوي او کارکوونکي یې نه دي آزاد شوي.  


یاد مرکز په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د دغو دوو راډیوګانو د بیا فعالیت له اجازې هرکلی کړی، خو د هغو ژمنو د عملي کولو اجبار یې غیرقانوني بللی او غندلی چې د رسنیو د قانون له چوکاټ څخه بهر دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کړی چې رسنۍ باید د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې وي او له چارواکو یې غوښتي چې د دوی په کار کې محدودیتونه رامنځته نکړي او ویې نه ګواښي.  


یاد مرکز همدارنګه له طالبانو غوښتي چې د بیګم او ځوانان ایف اېم راډیوګانو دوه نیول شوي خبریالان پرته له کوم شرطه آزاد کړي. 


ویل کېږي، په تېرو درې نیمو کلونو کې د طالبانو له لوري پر رسنیو وضع شوي محدودیتونه هېواد کې د لسګونو غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو د بندېدو لامل شوي او د رسنیو ګڼ شمېر کارکوونکي او فعالان نیولي شوي او بنديان شوې دي.  

پیعام