
د ښځو لپاره د پیوستون شبکه: افغانستان ته ستنول شوي زیانمن کډوال له جدي ګواښونو سره مخ دي
د ښځو لپاره د پیوستون شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه زیانمن شوي کډوال چې د پاکستان دولت له خوا په زور سره افغانستان ته ستنول کېږي، له جدي ګواښونو سره مخ دي.
دې ادارې له خطر سره د مخ کډوالو شړل "د کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې د نړیوالو ژمنو نقض" بللی او ویلي یې دي چې که د پاکستان دولت یاد کډوال له خپل هیواد څخه وباسي نو د "د طالبانو له لوري پردې کسانو ترسره کېدونکو ټولو جرمونو کې به شریک به وي."