د طالب مشرانو د نیولو غوښتنې افغان نجونې او میرمنې هیله‌مندې کړې دي

ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د وضعیت په اړه، ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت ویلي چې د لاهه محکمې د څارنوال له لوري د طالب رهبر او قاضي‌القضات د نیولو  امر د افغانستان ښځې او نجونې هیله‌منې کړې دي.


ښاغلي بنت د هرات د امنیتي کنفرانس په دولسمه ناسته کې چې په مادرید کې ترسره شو وویل چې یادې غوښتنې هغه ښځې او نجونې هیله‌منې کړې دي چې د طالبانو د محدودیتونو له امله اغېزمنې شوې دي.


ښاغلي بنت زیاته کړې چې دا کار له خبرو او غندنو ور هاخوا د طالب  مشرانو د نیولو په برخه کې یو عملي ګام دی.  

پیعام