
د طالبانو محکمې خوست کې د څلورو ښځو په ګډون ۱۸ کسان د بېلابېلو تورونو له امله عام محضر کې په درو ووهل
د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې ابتدایي محکمې په خوست ولایت کې ۱۸ کسان، چې څلور یې ښځې دي، د بېلابېلو تورونو له امله عام محضر کې په درو وهلې دي.
د طالبانو سترې محکمې یاد کسان له ۱ تر ۷ کلونو تنفیذي بند سربېره ۳۹ درې وهلې دي.
د طالبانو د سترې محکمې د شمېرنو پر بنسټ طالبانو له یوې میاشتې کمه موده کې له ۹۱ څخه زیات کسان، چې ښځې هم په کې شاملې دي، د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په درو وهلې دي.