په یخو ولایتونو کې د پسرلني سیمستر پیل: نجونې لا هم د زده کړو له بهیر شاته پاتې دي


طالبانو خبر وکړ چې په یخو ولایتونو کې به ۹ ورځو وروسته، د کب په ۱۵مه د تعلیمي مرکزونو پسرلنی سیمستر پیل شي.


دا خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو ۱۲۲۸ ورځې او د پوهنتونونو له بندېدو ۸۰۱ ورځې تېرې شوې دي. همدارنګه طبي انسټیټیوټونو کې د هغوی پر زده کړو له بندیز ۸۳ ورځې تېرې شوې دي او لا هم د زده کړو بهیر ته د نجونو د بېرته راستنېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

پیعام