د یوې سکاټلنډی مجلې له لوري د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د تناقض افشا

 معتبرې سکاټلنډي مجلې (دِ هِرالد) په یوه ځانګړې راپور کې څرګنده کړې چې د طالبانو غړي په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او تعلیم د پراخه بندیز سربیره خپل بچیان یوې خصوصي مدرسې ته چې د یوې سکاټلنډی خیریه ادارې له خوا تمویل کیږي، لېږي. یاده مدرسه چې د «اسپیریت اِید» خیریه سازمان له خوا اداره کیږي د نجونو په ګډون ۸۰ زده کوونکو پکې روزنه مومي.

د یادې خیریه ادارې بنسټګر ډیویډ هِیمن له «دِ هِرالد» مجلې سره په خبرو کې دا ښکاره تناقض غندلی او ویلي یې دي: «طالبان خپلې نجونې زموږ مدرسې ته لېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان نورې نجونې له دې حق څخه محرومې دي.»


د یادولو وړ ده چې طالبانو واک ته له رسیدو سره سم پر نجونو د زده‌کړې دروازې تړلي خو تراوسه یې د خلاصون څرک نه لیدل کیږي.

پیعام