
د اسلامي همکاریو سازمان له لوري کابل کې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو د مرکز پرانیستل
د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مسوول محمد سعید العیاش، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري سره په یوه ناسته کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به په کابل کې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانستل شي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، پنجشنبه، د دلو په ۹مه راپور ورکړ چې د غالۍ اوبدلو یاد مرکز د «اسپیریت اېد» خیریه سازمان لخوا اداره او تمویل کېږي او اوس مهال ۸۰ زدهکوونکي، چې پکې نجونې او هلکان شامل دي، تر روزنې لاندې لري.