په عمان کې افغان محصلې نجونې د شړلو او اجباري ستنولو له خطر سره مخ دي

د لوړو زده کړو د دوام په موخه عمان ته تللې ۸۲ افغان محصلې نجونې د امریکا د مالي مرستو د بندېدو او د تحصیلي بورسونو د درولو له امله د شړلو او افغانستان ته د جبري ستنولو له خطر سره مخ دي.

دې محصلانو ویلي که مجبوره شي چې افغانستان ته ستنې شي، نو د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د سختو محدودیتونو او د امنیتي ګواښونو له امله به د دوی ژوند او زده کړې له جدي ستونزو سره مخ شي.


محصلانو په دې برخه کې د امریکا له سفارت او نړیوالې ټولنې  د مرستې غوښتنه کړې، هغوی ټینګار کړی، چې د دوی زده کړې نه یوازې د دوی د شخصي پرمختګ لپاره مهمې دي، بلکې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

پیعام