
ریچارد بنت: تر هغې چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقوق نه وي رعایت شوي، له طالبانو سره باید اړیکې عادي نه شي
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت، جمعه د حوت په ۱۰مه، د یاد سازمان د بشري حقونو شورا په دوه ورځینۍ ناسته کې له غړو حکومتونو وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې باید یو منظم او قوي دریځ خپل کړي.
نوموړي ټینګار وکړچې تر هغې چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقوق نه وي رعایت، له دې ډلې سره باید هېڅ ډول عادي اړیکې رامنځته نشي.
بنت په دې ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، ډېر خراب شوی دی. هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو شدت زیات شوی، او نړیواله ټولنه باید په همغږې او قاطع توګه د دې بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې غبرګون وښيي.