بریتانیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نجونو پر وړاندې د «غیرانساني» محدودیتونو د لرې په برخه کې پر طالبانو فشار زیات کړي

 بریتانیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د «غیرانساني» محدودیتونو د لغوه کولو په موخه پر طالبانو فشارونو زیات کړي. د بریتانیا د بشري حقونو سفیرې الینور سندرز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په اته پنځوسمه غونډه کې، چې د حوت په لسمه نېټه د پنجشنبې په ورځ، په جنیوا کې جوړه شوې وه د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پرله‌پسې ځپلو ته په اشارې سره د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه وغندل. هغې له طبي زده‌کړو څخه د ښځو منع کول «وحشتناک» وبلل او ټینګار یې وکړ چې دا ډول کړنې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. مېرمن سندرز له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو لږول شوي محدودیتونه لرې کړي، هغې زیاته کړه: «د افغانانو روښانه راتلونکی د ښځو او نجونو د حقونو رعایت ته اړتیا لري.»

پیعام