
د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته د پورن مشهورې امریکایۍ ستورې ویتني رایټ جنجالي سفر
د پورن فلمونو مشهورې امریکایۍ ستورې ویتني رایټ له افغانستان څخه لیدنه کړې ده. د رسنیو په وینا ویتني رایټ د تېرې جمعې په ورځ، د حوت په لسمه نېټه، د کابل، هرات او بامیان ولایتونو له ځینو برخو څخه د طالبانو د وسلو او ساتونکو په بدرګه لیدنه کړې او په ټولنیزو رسنیو یې د دې ښارونو د بېلابېلو ځایونو انځورونه خپاره کړې دي.
ویل کیږي له کله چې طالبان بیاځلې واک رسېدلي نو افغان نجونې او میرمنې یې له ټولو اساسي حقونو محرومې کړې دي. زدهکړې، کار او روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی د یادو محرومیتونو نمونې دي. طالبانو په دې کړنو سره د افغان ښځو او نجونو لپاره د ژوند شرایط خورا سخت کړې دي.
دوی دا کار په داسې حال کې ترسره کوي چې د هیواد د ننه یې د بهرنیو نارینه او ښځینه سیلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي ترڅو افغانستان ته سفر وکړي او نړۍ ته د خپل ځان «مثبت انځور» وړاندې کړي. له دې وړاندې هم د طالب چارواکو او چینایي ښځینه سیلانیانو ترمنځ ګډ انځورونه رسنیز شوي
وو.