طالبانو د ښځو په اړه د بشري حقونو نیوکې بې‌بنسټه وبللې

 طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نیوکې بې‌بنسټه او د دې ډلې د کمزوري کولو لپاره یوه هڅه وبلله.  

دې وزارت همدا راز ټینګار وکړ چې د ښځو شرعي حقونه یې تأمین کړي او په ښارونو کې د دوی د تګ او راتګ په وړاندې کوم خنډ نشته.  


د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څو ورځې د مخه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

پیعام