.jpg)
د افغان مېرمنو د ناوړه وضعیت په اړه د بلخ د ښځو غورځنګ اندېښنه
د بلخ د ښځو غورځنګ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلې چې طالبانو د افغان میرمنو حقونه سلب کړي چې له مله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. یاده اعلامیه کې چې د یکشنبې په ماښام، د کب ۱۲مه خپره شوې، راغلي چې طالبانو افغان ښځې د زده کړو ترڅنګ له کار هم منع کړي چې له امله یې میلیونونه ښځې له فقر او سختو ستونزو سره مخ شوې دي.
د بلخ د ښځو غورځنګ همداراز ویلي چې د ښځو پر کار بندیز نه یوازې د دوی ژوند، بلکې د دوی د کورنیو ژوند هم سخت کړی دی.