~2.jpg)
ولکر ترک: په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې په مجازي ډول بندیانې دي
ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي چې طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې د زدهکړو، کار او تګراتګ په څېر له ابتدايي ازادیو محرومې کړې دي. ښاغلي ترک افعان نجونې او میرمنې «مجازي بندیانې» بللې چې په خبره یې له خپلو کورونو نشي نشي بهر کیدلای.
هغه د بشري حقونو شورا په پنځوسمه ناسته کې وویل چې طالبانو په افغانستان کې «جنسي اپارتاید» رامنځته کړی او ښځې او نجونې یې په سیستماتیک ډول له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي.