
افغان میرمنې مهریه آشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان ته لار ومونده
افغانالاصله المانۍ مهریه آشفته د سوسیال دموکرات ګوند د استازې په توګه د هامبورګ ایالتي پارلمان ته لار ومونده. هغې د هامبورګ په ایالتي ټاکنو کې چې د یکشنبې په ورځ، د کب په ۱۲مه ترسره شوې، له ۹ زرو څخه زیاتې رايې ترلاسه کړې.
مهریه آشفته د انسټاګرام له لارې په خپل پیغام کې ویلي چې نږدې کسان يې د بریا په اړه پوهېدل، خو هغې پخپله له هر ډول وړاندوینې څخه ډډه کوله.
اغې آشفته ویلي چې ایالتي پارلمان ته یې له تګ موخه د عامه پوهوي زیاتول او المان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل دی.
مهریه آشفته د هامبورګ پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاده او مدافع وکیله ده. نوموړې په کابل کې زېږېدلې او یو کلنۍ کې المان ته کډواله شوې ده.