د نجونو د زده کړو له حق د ملاتړ له امله د یوه افغان ښوونکي نیول کیدل

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیال هیدر بار خبر ورکړی چې طالبانو یو افغان ښوونکی د نجونو د زده کړو له حق د ملاتړ له امله نیولی دی. ښاغلي بار په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې طالب چارواکو هغه ښوونکی نیولی چې د نجونو د زده کړو د حقونو لپاره یې مبارزه کوله.  


د یاد ښوونکي د کورنۍ غړو هم د هغه نیول تایید کړې دي، خو طالبانو تر اوسه د هغه د نیولو دلیل او د ساتنې ځای ندی په ډاګه کړی.  


ویل کیږي چې دا موضوع په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او بشري حقونو په برخه کې د جدي ننګونو څرګندونه کوي.

پیعام