.jpg)
د ښځو د حقونو د نقض په اړه د آلمان له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو لیدنه
د افغانستان د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو د سهشنبه په ورځ، د حوت په ۱۴مه، په برلین ښار کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر سره مشورتي ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې طالبان له عمومي صحنې څخه د افغان ښځو په حذف کولو سره ددوی لپاره ټولنیز زندان رامنځته کوي.
په دې ناسته کې، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د افغان مدني ټولنې له فعالانو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځ وړلو کنوانسیون (سیداو) د سرغړونې په اړه مشوره وکړه. د بشري حقونو او مدني ټولنې نهادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د استرالیا، کاناډا، آلمان او هالند د حکومتونو له ابتکار څخه د افغانستان د کنوانسیون د سرغړونو د مخنیوي لپاره مننه کړې.