
د کابل انتقادي مکتب: افغانې میرمنې د جنسي آپارتاید په تیارو کې روښانه شغلې دي
د «کابل انتقادي مکتب» د روژې مبارکې میاشتې د راتلو په مناسبت اعلان وکړ چې دا څووم ۸ مارچ دی چې په افغانستان کې میرمنې په تیارو کې پرېښودل شوې دي.
دوی په دې باور دي چې په دې تیارو کې، میرمنې لا هم «ځلېږي». د دوی په نظر، پرته له افغان مېرمنو څخه د نړۍ د میرمنو همبستګي بې مانا او بې مفهومه ده.
دا ډله ټینګار کوي چې افغانې میرمنې نه یوازې د خپلو حقونو لپاره، بلکې د «ښځینه» مشترک هویت لپاره مبارزه کوي.
دوی د ټولې نړۍ له میرمنو څخه غوښتنه کړې چې له دوی سره همغږي شي او د جنسي آپارتاید په وړاندې «نه» ووايي.