
افغان فعالانو په کاناډا کې د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو د نقض پر ضد اعتراض کړی دی
د افغانستان د بشري حقونو یوې ډلې فعالانو په کاناډا کې د «ښځو د نړيوالې ورځې» په مناسبت، چې د مارچ په اتمه نېټه په تورنتو کې ترسره کېږي، د طالبانو د حاکمیت او بشري حقونو د نقض په وړاندې د اعتراض کړی دی.
دغه د بشري حقونو فعالان وايي چې د دې اعتراض موخه «د جنسيتي تبعيض او په افغانستان کې د بشريت پر ضد جنایتونو په وړاندې درېدل» دي.
دوی زیاتوي چې طالبانو له تېرو درېو کلونو راهیسې په سیستماتیک ډول د افغانستان د ټولنې نیمايي برخه له منځه وړې، ځپلې او له پامه غورځولې ده.
د دغو فعالانو په خبره، دا «ځپنه» نه یوازې د بشري حقونو ښکاره نقض دی، بلکې د افغان ښځو په وړاندې «څرګند جنایت» هم دی.