
نن د Rule Breakers په نوم د افغان نجونو د روبوټ جوړوونکې ډلې پر رښتينې کيسه جوړ شوی فلم خپرېږي
د «Rule Breakers» په نوم فلم چې د بیل ګټنتاګ لخوا کارگرداني شوی او د «Angel Studios» لخوا خپرېږي، د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ډلې "افغان ډریمرز" ریښتینې او الهامبښونکې کیسه بیانوي.
دا فلم، چې نن د مارچ په ۷مه نېټه به په نړیوالو سینماګانو کې خپور شي، د رویا محبوب «Nikohl Boosheri» پر ژوند تمرکز کوي (یوه افغانه نجلۍ چې د جنسیتي محدودیتونو سربېره د ټکنالوژۍ نړۍ ته ننوځي، د نجونو لپاره ښوونځی جوړوي، او خپل ټیم د نړیوالو سیالیو لپاره چمتو کوي.) دا فلم د تعلیم او ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانو نجونو د وړتیاوو یوه نه هېریدونکې بېلګه ده.
د هالیووډ ریپورټر او نیویارک ټایمز د بیاکتنو له مخې، فلم د زړورتیا، هوډ او ټولنیزو خنډونو یوه زړه راښکونکې کیسه وړاندې کوي.
د افغان ډریمرز ټیم، چې د هرات نجونې پکې شاملې دي، د امریکا د ویزو ستونزو او طالبانو د مخالفت سره سره، د ماینونو کشف لپاره یو نوښتګر روبوټ جوړوي چې د زرګونو انسانانو د ژوند ژغورلو وړتیا لري.
که څه هم دا فلم ځینې سینمایي کلیشې او اوږدې صحنې لري، د کیسې طبیعي اغېز او د نجونو مبارزه یې نندارچیان هڅوي او جذبوي.
رویا محبوب د Time مجلې د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو په لیست کې ځای مومي، او دا فلم د ښځو نړیوالې ورځې لپاره په مناسب وخت کې خپرېږي.