
د « د ښځو د نړيوالې ورځې » په مناسبت د افغان ښځو د مصئونیت په اړه د طالبانو ادعا
د هبتالله آخندزاده ویاند په یوه پیغام کې د «د ښځو نړيوالې ورځې» په مناسبت ادعا کړې چې افغان ښځې له فزیکي او رواني پلوه په بشپړ مصئونیت کې ژوند کوي. ذبیحالله مجاهد ویلي چې په طالبانو نظام کې د ښځو پر وړاندې له هر ډول تاوتریخوالي مخنیوی شوی او هېڅوک د ښځو حقونه نهشي ضایع کولی او نه کولای شي چې هغوې ته په بده سترګه وګوري.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د نړیوالو راپورونو او نظرونو په وینا ډېر ستونزمن دی. د افغان ښځو د تعلیم، کار، سفر او ان د خبرو حق هم تر سختو محدودیتونو لاندې دی او د نړیوالې ټولنې ډېرې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.