
د طالبانو له لوري پر کور د ناستو ښځو معاشونه بندېږي؛ پر افغان ښځو نوی اقتصادي فشار
یوې ښځینه کارکوونکې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دندې ګوښه شوې، ویلي چې طالبان د خپل نوي پلان له مخې غواړي چې د هغو ښځو پنځه زره افغانۍ معاشونه بند کړي، چې پر کور کېنول شوې دي.
د دې کارکوونکې په وینا، کله چې طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال په اسد میاشت کې کابل ته داخل شول، نو له ښځینه دولتي کارکوونکو یې وغوښتل چې خپل دفترونه پرېږدي، دوی سره یې ژمنه وکړه چې معاش به یې پر کور ورکول کیږي. خو دا ژمنه عملي نهشوه او معاشونه په تدریجي ډول راکم شول، تر دې چې په میاشت کې یوازې پنځه زره افغانۍ ورکول کېدې. خو د طالبانو د نوې طرحې له مخې د همدې محدود معاش د بندېدو احتمال هم شته، چې کولی شي پر دغو میرمنو اقتصادي فشار لا زیات کړي.