
مریم نواز: له زده کړو څخه د افغان نجونو محرومول د بېعدالتۍ تر ټولو دردناکه بڼه ده
د پاکستان د پنجاب ایالت وزیراعظمې مریم نواز د انتالیا د نړیوالې دیپلوماسۍ په ناسته کې، چې د جمعې په ورځ، د حمل په ۲۲مه، په ترکیه کې ترسره شوه، د افغان نجونو د زدهکړو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې له زدهکړو څخه د نجونو محرومول د بېعدالتۍ تر ټولو دردناکه بڼه ده.
هغې همداراز د پاکستان په لاهور کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د لومړني پوهنتون د جوړېدو اعلان وکړ.
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسزه کېږي چې طالبانو لا هم افغان نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې ساتلې دي، چې په دې کار سره یې د نړیوالو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.