
په افغانستان کې د ښځو د وژنو زیاتوالی؛ ننګرهار کې د خپل میړه له لوري یوه ښځه زندۍ شوې
د طالبانو ځایي چارواکو راپور ورکړی چې د ننګرهار ولایت بټيکوټ ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل مېړه له لوري په دار ځړول شوې ده. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیِب حماد، دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې دا پېښه د شنبې په ورځ، د حمل په ۲۳مه رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، د ښځې مېړه د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او خپل جرم یې منلی دی، خو د وژنې دقیق علت او انګېزه تر اوسه نهده روښانه شوې.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې تېره اونۍ یوه بله ښځه هم د تخار ولایت په ینګيقلعه ولسوالۍ کې د خپل مېړه له لورې وژل شوې وه. راپورونه څرګندوي وروسته له هغې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ښځو او نجونو د وژنو پېښې په ځانګړي ډول د کورنیو د غړو له لوري زیاتې شوې دي.
ډېری دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي، اقتصادي فشارونو، ناسمو دودونو او رواني ستونزو له امله رامنځته کېږي.