.jpg)
طالبان: تیر کال مو د ۱۱۳۳ اجباري وادونو مخه نیولې؛ دعوه که حقیقت؟
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، ویلي چې د دې وزارت محتسبینو په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد په کچه د ښځو د ۱۱۳۳ جبري نکاح دوسیې څېړلې او هوارې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې طالبان ځانونه د ښځو د شرعي حقونو مدافع بولي او هڅه کوي د جبري نکاحونو مخه ونیسي.
خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بشري حقونو خپلواکې ادارې د افغانستان له داخل څخه د جبري او له وخت څخه د مخکې نکاحونو د زیاتېدو راپورونه ورکوي. د دغو راپورونو له مخې، ډېری دا نکاحونه د سختو اقتصادي شرایطو، ناوړو دودونو، او پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو له امله ترسره کېږي.
د طالبانو ادعاوو او د واقعیت پر بنسټ د راپورونو ترمنځ دې تضاد، د افغان ښځو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.