اوچا: د طالبانو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو د افغان ماشومانو زده‌کړې له لومړیتوبونو ایستلي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د طالبانو له ‌لوري لګول شوي محدودیتونه د افغانستان پر ښوونیز سیستم، په ځانګړي ډول د نجونو پر زده‌کړو ژور منفي اغېز کړی دی. اوچا یک‌شنبه، د حمل په ۲۴مه، راپور ورکړی چې د دغو محدودیتونو له امله ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو زده‌کړې له لومړیتوبونو ایستلې ده. د راپور له مخې له ۱.۵ میلیونه زیاتې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته لاس‌رسی نه‌لري. دا حالت نجونې له بې‌سوادۍ، جبري نکاحونو او د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ کوي.


راپور زیاتوي چې اقتصادي فشارونه یوه بله ستره ستونزه ده؛ په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۱۱ سلنه کورنیو د مالي ستونزو له امله د خپلو ماشومانو زده‌کړې له لومړیتوبونو ایستلې دي. همداراز هغه ماشومان چې ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستنه کړې دي په ۲۰۲۴ کال کې یې شمېر ۱۸۲ زرو ته رسېږي، چې د زده‌کړو له سختو خنډونو سره مخ دي، او یوازې ۲۰ سلنه‌یې ښوونیزو خدماتو ته لاسرسی لري.


بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۵ کال په راپور کې خبرداری ورکړی چې تر دوه میلیونه زیاتې افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي. دا حالت نه یوازې د دغو نجونو راتلونکی، بلکې د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

پیعام