د افغانستان د ښځو د حقونو فعالې صدیقه مشتاق؛، د ایټالیا د نړیوال روتاري انجمن له لوري د “قانون‌پالنې سفیر” مډال وګاټه

د افغانستان د ښځو د حقونو پیژندل شوې فعالې صدیقه مشتاق او د ښځو د سیاسي مشارکت د شبکې غړې، د ایټالیا د نړیوال روتاري انجمن له لوري د “قانون‌پالنې سفیر” مډال وګاټه. دا ویاړ هغې ته د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په برخه کې د هغې د نه ستړې کېدونکو او زړورو هڅو په پار ورکړل شوی دی. اغلې مشتاق دا ویاړ ټولو هغو ښځو ته ډالۍ کړ چې د تاوتریخوالي او بې‌عدالتۍ پر وړاندې مبارزه کوي.


نوموړې ټینګار وکړ چې د افغانستان د بدلون لاره هغه مهال پیل شوه چې زړورې ښځې کوڅو ته راووتې او د طالبانو پر وړاندې یې مقاومت وکړ. دې ښځو د ګواښونو، بندي‌توب او حتی شکنجې سره سره، خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او څرګنده یې کړه چې هېڅ ډول بې‌عدالتي د تل لپاره دوام نه‌شي کولی. د هغې په وینا، مهاجرت یوه موقع ده څو دا مبارزه لا پیاوړې شي، هغې ژمنه وکړه له دې فرصته  به کار واخلي د افغان ښځو غږ به تر نړیوالو رسوي.


صدیقه مشتاق له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي څو د تبعیض او بې‌عدالتۍ مخه ونیول شي. د ایټالیا نړیوال روتاري انجمن هم ویلي چې د عدالت او قانون‌پالنې د فرهنګ د خپرېدو په برخه ک  خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

پیعام