
ملګري ملتونه: ۱۷ افغان میندو د پاکستان او افغانستان تر منځ پر پوله په بیړنیو حالاتو کې ماشومان نړۍ ته راوړي
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) یکشنبې، د وري په ۲۴مه، راپور ورکړی چې له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو د دویم پړاو له پیل راهیسې، ۱۷ افغان ښځو په بیړنیو صحي مرکزونو او زېږنتونونو کې د پولې پر کرښه ماشومان زېږولي دي. د راپور له مخې ټول ماشومان له کاملې روغتیا سره نړۍ ته راغلې دي، چې دا د میندو لپاره د ځانګړو روغتیایي خدمتونو ارزښت څرګندوي.
په تېرو دوو اونیو کې، ۱۲ ښځو د سرحدي صفري نقطې اړوند ابتدایي صحي مرکز، او پنځو نورو ښځو د مهاجرو د منلو مرکز په بیړني زېږنتون کې زېږون کړی دی. دا ډول حالتونه په سرحدي سیمو کې د مجهزو روغتیایي مرکزونو د جوړولو اړتیا څرګندوي تو د میندو او ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وشي.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق له نړیوالې ټولنې او اړوندو ادارو غوښتي چې د مهاجرو او راستنېدونکو میندو روغتیايي خدماتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه دا کار د میندو او ماشومانو د سلامتۍ او خوندیتوب لپاره ډېر مهم دی.