د کرېکټ نړیوالې شورا د افغان مېرمنو د کرېکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره ځانګړی مالي صندوق جوړ کړی

د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغان ښځینه کرېکټ ټیم د ملاتړ په موخه یو ځانګړی مالي صندوق جوړ کړی. دا صندوق د دې لپاره جوړ شوی چې د ښځینه لوبغاړو لپاره مالي امکانات برابر کړي، او د دوی لپاره د مسلکي سپورتي فعالیتونو د دوام زمینه برابره کړي.


پر دې سربېره، د دې مرستې یوه برخه د پرمختللي روزنې، شخصي زده‌کړو، او نړیوالو ورزشي اسانتیاوو ته د لاسرسي پروګرام دی، څو افغان ورزشکارې وکولای شي په مسلکي ډول خپلو لوبو ته ادامه ورکړي.


دا نوښت د درېیو مهمو کرېکټ بورډونو ـ د هند کرېکټ بورډ (BCCI)، د انګلستان او وېلز کرېکټ بورډ (ECB)، او د اسټرالیا کرېکټ بورډ (CA) ـ په همکارۍ ترسره شوی دی. د دې برنامې موخه دا ده چې د افغان ښځینه کرېکټ لوبډله چې د طالبانو له محدودیتونو سره مخ شوې له فعالیت څخه بې‌برخې پاتې نه شي.


د ICC رئیس، جی امیت‌بای شاه، ویلي دي چې د کرېکټ نړیواله شورا ژمنه ده چې د ټولو لوبغاړو لپاره د مساوي فرصتونو زمینه برابره کړي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له‌ لوري د ښځو پر ورزش د بندیز له امله، له ICC غوښتي چې د افغانستان د نارینه‌وو لوبډلې لوبې وځنډوي.


د طالبانو واک ته له راستنیدو ووروسته په افغانستان کې ښځې له هر ډول ورزشي فعالیتونو څخه منع شوې دي، او ګڼو ښځینه ورزشکارانو یا هېواد پرېښی، یا هم په پټه توګه ژوند ته ادامه ورکوي.

پیعام