
د مزارشریف چاودنه کې د یوې ښځې وژل کیدو امنیتي اندېښنې زیاتې کړي
دوشنبه د حمل په ۲۵مه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په دویمه امنیتي حوزه کې «سهدوکان» جومات ته څېرمه یوه خونړۍ چاودنه رامنځه شوې، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
محلي سرچینو ویلي چې دا چاودنه د سهار شاوخوا ۸:۲۰ بجې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. تر دې دمه هېڅ کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، او طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. د ټپیانو روغتیایي وضعیت لا هم مشخص نه دی.
د سهدوکان، سیمې ډیری اوسیدونکي هزاره وطنوال دي، چې مخکې هم د ورته بریدونو هدف ګرځېدلي و. په ۲۰۲۲ کال کې هم پر همدې جومات د یوه خونړي برید له امله لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي وو.
دې تازه پېښې یو ځل بیا په دې سیمه کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو اندېښنې راپارولې دي، او خلک له چارواکو د جدي امنیتي اقداماتو غوښتنه کوي.