د پناغوښتنې ویزو له منځه وړل؛ افغان میرمنې جنسیتي آپارتاید ته د وروګرځیدو له ګواښ سره مخ دي

د فوربز مجلې د راپور له مخې، د امریکا له لوري د پناغوښتنې د ویزو بندېدو او د بودیجې کموالي، ګڼې افغان میرمنې افغانستان ته د بېرته ستنیدو له ګواښ سره مخ کړې، هغه هېواد چرته چې سخت جنسیتي اپارتاید حاکم دی.


په راپور کې ویل شوي چې دې پرېکړه نه یوازې د پناهندګۍ د ویزو بهیر درولی، بلکې نږدې ۱۶۶۰ افغانان، په ځانګړي ډول هغه ښځې او نجونې چې له جدي ګواښ سره مخ دي، اغېزمنې کړې دي.


دغې وضعیت د نړیوالو بشري سازمانونو اندېښنې راپارولي دي، ددوی په خبره له یو لوري د مرستو نړیوال بهیر کم شوی، او له بل لوري، د طالبانو له‌ لوري د ښځو پر ضد د روان سیستماتیک تبعیض په وړاندې نړیوال عکس‌العمل کمزوری شوی.


که څه هم د جزا نړیوالې محکمې (ICC) د طالبانو د جنسي تفکیک او ظلم پر وړاندې د عدالت د تامین په برخه کې ګامونه پورته کړي، خو د افغان ښځو نړیوال ملاتړ ورځ تر بلې په کمیدو دی.

پیعام