
ملګري ملتونه: د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیاردو ډالرو زیان اړولی شي
د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لوري پر ښځو او د هغوی پر کار د زیاتېدونکو محدودیتونو له امله کېدلی شي د راتلونکو دوو کلونو په موده کې د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو زیان واوړي. یادې اداره ټینګار کړی چې افغان ښځې د عمومي ژوند، خوندي کار، ټولنیزو خدماتو ته د لاسرسي او له کوره بهر هر ډول چارو له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د دې ادارې د راپور له مخې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې، افغانستان په کاري ځواک کې د ښځو ونډه ۱۹ سلنه وه؛ خو دا شمېر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په پراخه توګه راکم شو، او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ، د ښځو د کار کچه یوازې ۶ سلنه ته راټیټه شوه. کاري برخه کې په دومره پراخه کچه د ښځو د ونډې کموالی د افغانستان پر اقتصاد او ټولنه د طالبانو د محدودیتونو منفي اغېزې په ډاګه کوي.