پاکستاني پولیسو افغان خبریاله فرشته سدید نیولې ده

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلان کړی چې د پاکستان پولیسو افغان خبریاله فرشته سدید،نیولې او بندي کړې ده. یاد سازمان دا موضوع د سه‌شنبې په ورځ، د حمل په ۲۶مه، په یوه اعلامیه کې خپره کړې، په اړه یې ژوره خواشیني څرګنده کړې او د سمدستي آزادۍ غوښتنه یې کړې ده.


دې سازمان همداراز له پاکستاني دولت څخه غوښتي چې له کډوالو سره د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې چلند وکړي. تر څنګ یې د خبریالانو د ملاتړ ادارو او د ملګرو ملتونو له سازمان هم غوښتنه کړې چې د پناه غوښتنې بهیر له لارې د افغان خبریالانو امنیت تأمین کړي.


په پاکستان کې د افغان ناقانونه کډوالو د شړلو پلان، افغان خبریالان او مدني ټولنه له جدي خطر سره مخ کړې ده.

پیعام