.jpg)
د ښځو د حقونو فعالانو خبرداری؛ د نړۍ چوپتیا به افغان میرمنې «د خپل برخلیک له ټاکلو» محرومې کړي
د ښځو د حقونو فعالې نازیلا جمشیدی او د امریکا پخوانۍ دیپلوماتې اني فورسهایمر په یوه مقاله کې چې د پاسیفیک کانسل لهخوا خپره شوې، خبرداری ورکړی چې د نړیوالې ټولنې چوپتیا به افغان میرمنې د خپل برخلیک د ټاکلو له اساسي حق څخه محرومې کړي.
په دې مقاله کې، چې د سهشنبې په ورځ، د حمل په ۲۵مه خپره شوې، ویل شوي چې د طالبان له واک ته رسېدو څلور کاله وروسته، د افغان میرمنو وضعیت ژه بېسارې ډول خراب شوی او نړیوالو یې په وړاندې تر اوسه جدي غبرګون نه دی ښودلی. لیکوالانو ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه پرېکنده اقدام و نه کړي، نو د افغان مېرمنو حقونو به په جبرانناپذیر ډول زیانمن کړي.
هغوی د پراخ ملاتړ او عاجلو ګامونو غوښتنه کړې څو د افغان ښځو وضعیت ښه شي او هغه حقوق او ازادۍ بېرته ورکړل شي چې له هغوی اخیستل شوي دي.