.jpg)
په افغانستان کې اعدامونو ته د فرانسې غبرګون؛ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د څلورو کسانو اعدام ته په غبرګون کې دا کړنه د بشر حقونو ښکاره سرغړونه بللې د افغان ښځو او نجونو پر ژوند د دې چارې پر اغېزو سې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
په هغه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې، فرانسې پر دې ټینګار کړی چې د افغانانو اساسي ازادیو ته ژمنه ده، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د بشر حقونو د سرغړونو او زورزياتي سزاوو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي. همداراز، دغه هېواد د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه د عاجلو اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.
دا غبرګون په داسې حال کې څرګند شوی چې طالبانو تازه په نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې څو علني اعدامونه ترسره کړي، چې په پراخه ټوګه یې نړیوالو اعتراضونو راپارولي دي.