
پاکستان کې افغان کډواله خبرياله فرشته سدید له دوه ورځني بند وروسته خوشې شوه!
په اسلام کې مېشت افغان خبریالان وايي، فرشته سدید، افغان خبریاله، له دوه ورځني بند وروسته نن د راولپنډي له "حاجي کمپ" نومې کمپ څخه خوشې شوې او خپل کور ته ستنه شوې ده.
پاکستاني پولیسو نوموړې د دوشنبې په ورځ له خپل کور څخه د ويزې نه لرلو په جرم نیولې وه او د جبري شړلو په موخه یاد کمپ ته وړې وه چې پر ټولنيزو رسنيو د پراخ کمپاين وروسته نن خوشې شوه.