د بشري حقونو فعالان: له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري شړل د نړیوالو ژمنو نقض دی

د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې، پخوانيو پوځيانو او د ښځو د حقونو مدافعینو په یوه سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې ایران او پاکستان پرته له دې چې د مهاجرینو وضعیت وڅېړي، په زور سره یې بېرته افغانستان ته شړلي دي.


دغه لیک چې د ۴۴ غورځنګونو، شوراګانو، ټولنو او ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو له خوا چمتو شوی، ټینګار کوي چې د تهران او اسلام‌آباد له لوري د افغان کډوالو جبري ستنول له نړیوالو ژمنو او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په تضاد کې ده.


فعالانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې غیرانساني بهیر د دوام د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره بیړني میکانیزمونه رامنځته کړي.

پیعام