د ښځو ضد څرګندونو پر وړاندې سمبولیک اعتراض؛ یوې افغان مېرمې د ملا یحیی عنابی کتاب وسوځاوه؛

یوې افغان مېرمنې د ملا یحیی عنابی د ښځو ضد او سپکوونکي څرګندونو په غبرګون کې، د هغه کتاب ته اور واچاوه او دا یې د ښځو د سیستماتیک تحقیر پر وړاندې یو سمبولیک اعتراض وباله.


یادې مېرمنې په خپره کړي پیغام کې ویلي دي چې دا عمل یې د کرکې له مخې نه، بلکې د هغو شاتګ‌پالو نظرونو پر وړاندې غبرګون و، کوم چې لوستې ښځې “بلبل” او “طوطي” ګڼي او  په ټولنه کې یې رول نادیده نیسي.


په دې پیغام کې راغلي:

«هغه څوک چې د ښځې له سواد وېره لري، د ښځې له انسان‌توب وېره لري. څوک چې د ښځې منطق خطر بولي، خپل ځای یې د تعصب او سلطې پر زړو ستنو ولاړ ساتلی.»


هغې له ټولو هغو کسانو چې د یحیی عنابي کتابونه لري، په ځانګړې توګه د پنجشېر او نورو سیمو خلکو، غوښتي چې  ویې سوځوي او خپل ذهنونه له هغو افکارو پاک کړي چې ښځه یوازې چوپه، ناپوهه او تابع انسان ګڼي.


دا اعتراضي عمل د ټولنیزو شبکو او د ښځو د حقونو فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي، او د ښځو د عزت، سواد او مشارکت په برخه کې د یوې نوې څپې نښه ګڼل شوې ده.

پیعام