هرات کې د یوې پنځه کلنې نجلۍ جسد پیدا کېدل؛ دوه تنه نیول شوي

طالب چارواکو ویلي چې د هرات ولایت د کشک رباط‌سنگي ولسوالۍ په «بقرچر» کلي کې د هلینا په نوم د یوې پنځه کلنې نجلۍ جسد موندل شوی دی. دا پېښه د سه‌شنبې شپه، د حمل  په ۲۶مه رامنځته شوې ده.


راپورونه وايي چې دا ماشومه له تېرې جمعې ورځې راهیسې لادرکه وه. د طالبانو امنیتي کسانو د جسد د انتقال پر مهال دوه کسان (یوه ښځه او یو سړی) ونیول.  دا دواړه کسان اوس تر تحقیق لاندې دي.


که څه هم د قتل انګیزه تر اوسه څرګنده نه ده، خو دا پېښه د هغو پرله‌پسې مرموزو وژنو یوه بله بیلګه ده چې په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې راپور شوې دي. طالبان اکثر دا ډول قضیې د کورنیو شخړو پایله ګڼي، خو د پېښو زیاتوالي د عامو خلکو اندېښنې راپارولي دي.

پیعام