
د ښځو د آزادۍ غورځنګ “فانوس” د طالبانو له لوري د افغان خپلواکه خبریال، راشد کاشفي، نیول غندلي دي
د افغانستان د ښځو د آزادۍ غورځنګ “فانوس” په کابل کې د خپل اعتراضي لاریون پر مهال د طالب استخباراتو له لوري د راشد کاشفي نیونه غیرقانوني وبلله او په کلکه یې وغندله.
یاد غورځنګ ټینګار وکړ چې ښاغلی کاشفي پرته له قانوني بهیر نیول شوی او دا مهال په زندان کې دی. دوی د طالبانو دا اقدام د رسنیو او بشري حقونو د فعالانو د ځپلو یوه برخه وبلله او له قید او شرط پرته یې د نوموړي او نورو نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
همداراز د فانوس غورځنګ له نړیوالو بنسټونو، د بیان آزادۍ او د بشري حقونو له ملاتړ سازمانونو وغوښتل چې پدې برخه کې چوپ پاتې نه شي، ځکه د دوی په باور د ظلم پر وړاندې چوپتیا په خپله یو ډول ظلم دی.