دویچه‌وله: افغان فوټبالره نذیره خیرزاد له آلمان څخه د شړلو له ګواښ سره مخ ده

د دویچه‌وله د راپور له مخې، افغان ښځینه فوټبالره نذیره خیرزاد چې پخوا یې د افغانستان د ښځو د ملي ټیم لپاره لوبه کوله، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له خپلې خور سره له افغانستانه ووتله. هغې لومړی ایټالیا ته پناه یووړه، خو وروسته وتوانېده چې آلمان ته لاړه شي او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. مېرمن نذیره اوس مهال ایټالیا ته د بېرته ستنولو له ګواښ سره مخ ده، چې دې موضوع نذیره او د هغې کورنۍ سخت اندېښمنې کړې دي.


نذیره له دویچه‌وله سره په خبرو کې د ناهیلۍ او نامعلوم برخلیک احساس څرګند کړی او ویلي یې دي چې مور یې هم ډېره اندېښمنه ده. نوموړې په تېرو میاشتو کې آلماني  ټولنه ادغام شوې، آلماني ژبه یې زده کړې، او په منظم ډول فوټبال ترسره کوي. ‌سره له دې نیمه ورځ دندخ پرمخ وړي او هڅه کوي چې په ټولنه کې مثبت رول ولري.


د خیرزاد د کورنۍ وکیل، الکه ګابسا، ویلي چې په ځینو مواردو کې د پناه‌غوښتونکو لپاره استثناوې شته، خو نوو قوانینو دا پروسه پېچلې کړې ده. هغې خبرداری ورکړی چې که نذیره اړه شي چې آلمان پرېږدي، دا کړنه به د بشري حقونو نقض وي. د نذیرې کورنۍ هیله لري چې محکمه به د دوی په ګټه پرېکړه وکړي او له بیاځلې بېلتون څخه به مخنیوی وشي.

پیعام