د ښځو حقوق، اسلامي اصول او معاصر واقعیتونه

 

لنډيز 

په دې لیکنه کې په معاصرې اسلامي نړۍ کې د ښځو د وضعیت او په اسلام کې د ښځو د اصلي حقوقو پرتلیزه څېړنه شوې. په دې لیکنه کې دا ویل شوي، چې ښځې او نارینه د ټولنې د اتباعو او افرادو په توګه مساوي دي؛ خو دوی په حقوقو او مسوولیتونو کې یو شان نه‌دي. د اسلام په لومړیو کې ښځو ته د رهبرۍ، تعلیم او تصمیم نیولو په برخه کې د پام وړ مسوولیتونه او واک ورکړل شوی و. په لیکنه کې راغلي دي، چې د ښځو دا اسلامي تاریخي ځواکمنتیا په اسلامي هېوادنو کې د ځینو ښځو د پیاوړتیا لپاره د الهام اصلې سرچینې دي؛ خو بیا هم هغه حقوق او مسوولیتونه، چې د اسلام مبارک دین ښځو ته ورکړي، که په پرتلیزه توګه یې په اسلامي ټولنو کې د ښځو له وضعیت سره وڅېړو، یوه لوی واټن ته به متوجه شو. اوس د دې اړتیا رامنځ ته کېږي، چې د ښځو اړوند دیني اصول او اساسات او د ښځو د فعالیت حدود، په اسلامي ټولنو کې د ښځو له حقیقي حالت سره همغږي شي. په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې او ګڼو نورو جنګځپلو سیمو کې ښځې له پاموړ ننګونو سره مخ دي. دوی له ناامنۍ، کورني تاوترېخوالي او تعلیم او روغتیا ته له محدود لاسرسي څخه رنځ وړي. په دې هېوادنو کې د افغانستان په ګډون ضعیفه حکومتداري هم د جنسیتي نابرابرۍ او د ښځو د حقونو د نقص لامل شوې. د یوه اصل په توګه باید ووایو، چې له ښې حکومتولۍ پرته، د ښځو وضعیت په افغانستان او نورو اسلامي ټولنو کې د ښه کېدو امکان نه‌لري. که په افغانستان او نورو اسلامي هېوادنو کې د ښځو د فعالیت اړوند خنډونه له منځه یوړل شي، مسلمانې ښځې دا وړتیا لري، چې په اسلامي نړۍ کې د ټولنیزو ستونزو، لکه فساد او جرمونو د حل په برخه کې مهم رول ولوبوي. دا هېوادونه که غواړي دوامداره ثبات ته ورسېږي، دولت باید داسې پلېټفورمونه جوړل کړي، چې ښځې په هره برخه کې تر رهبرۍ او تصمیم نیولو پورې چاررو کې برخه واخیستلی شي او په اسلام کې دوی ته له ورکړل شویو حقوقو څخه ګټه پورته کړي. 

کلیدي ټکي: اسلامي نړۍ، اسلام، جنسیتي نابرابري ، د ښځو حقوق، MENA. 

وضاحت 

په ټولو ټولنو کې د ښځو وضعیت نه نوې پدیده دی او نه هم په بشپړ ډول حل شوې مسله ده. په دې برخه کې ډېرې مطالعې شوې دي، چې د دې ښودنه کوي، چې په پخوانیو مدنیتونو کې حتیٰ د ۱۹مې پېړۍ  تر اواخرو پورې ښځه د خاوند ملکیت ګڼل کېده. په دې کلونو کې ښځو نه د ملکیت او نه هم د مدني فعالیتونو لکه شاهدۍ، ضمانت او معلمۍ حق لاره. ډېر وروسته حتیٰ د ۱۸مې پېړۍ په پای کې د ښځو د حقوقو اړوند موضوعات په اروپا کې(په ځانګړې توګه په بریتانیا او فرانسه کې) د هغه وخت ګرم سیاسي موضوعات شول. په ۱۹مې پېړۍ کې اروپایي ښځو د کار، رایې او ملکیت حق تر لاسه کړ. هغه وخت په افغانستان کې هم نامتو مېرمنې د ګوتو په شمار  وې. شاید عمده دلایل یې هم دا وو، چې ښځو تعلیم ته محدود لاسرسی لاره او ډېری مېرمنې بېسواده وې. په ټولنه کې د ښځو د رول اړوند هم داسې ویل کېدل، چې ښځې یواځې د ماشوم د روزولو او تربیې مسوولیت لري او د دې امکان ډېر کم و، چې ښځه دې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي. د سلو کلونو په تېرېدو سره افغانستان کې اوس هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په ډېرو سیمو کې یوه عمده ستونزه ده.  

د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړولو کنوانسیون (CEDAW) د ملګرو ملتونو د عمومي اسېمبلۍ له خوا د ډېسمبر په ۱۸، ۱۹۷۹م کال کې تصویب شو. دا د ښځو لپاره د حقونو نړۍوال قانون او د هېوادنو لپاره د دې حقونو د تضمین کولو لپاره د عمل اجنډا ده. دغو قوانینو یا په اصل کې (CEDAW) د ښځو د حقونو لپاره مهم حقوقي محافظتونه او خوندیتوبونه رامنځ ته کړي دي؛ خو په جنګ‌ځپلو هېوادونو کې به د دغو حقونو پلي کول یوه دوامداره ستونزه او ننګونه وي. 

د دې لیکنې اصلي تمرکز په اسلام کې د ښځو حقونو پورې اړوندو روایتونو مطالعه ده او د اسلام د اساسي اصولو، د اسلامي تاریخ لومړنیو وختونو او په اوسني وخت کې د ښځو د وضعیت له واقعیتونو سره پرتلیز چلند کوو. ډېری مصاصرپوهان په دې موافق دي، چې اسلام لومړی دین و، چې په اوومه پېړۍ کې یې ښځو ته پراخ ټولنیز، قانوني، اقتصادي او سیاسي حقوق ورکړل. د مثال په توګه  ویلیم مونټګومري واټ ویلي وو، چې پيغمبر(ص) په تاریخ کې د ښځو د حقوقو لوی مدافع و. 

په هر صورت په عصـري اسلامي نړۍ کې ښځې له پاموړ ننګونو سره مخ دي. عمده دلایل یې ناامني، کورني او کلتوري ناوړه ګټه اخیستنه او تعلیم او روغتیا ته محدود لاسرسی یادولی شو. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د ښځو د حقوقو په اړه د اسلام د پرمختللو نظریاتو او د هغو ستونزو او واقعیتونو تر منځ دا توپير وڅېړل شي. 

ښځې د قرآن او سنتو به رڼا کې 

قرآن او د پېغمبر(ص) ښوونې دا وایي، چې نارینه او ښځینه دواړه برابر او مساوي حقوق لري، حتیٰ که په ټولنه او ګډ ژوند کې د دوی رول یو شان نه وي، بیا هم دواړه د ورته امتیازاتو حق لري. خدای تعالیٰ پهخپل حکمت سره ټول موجودات جوړه پیدا کړي. د ښځو په وړاندې هر ډول تبعیض د اسلام له نظره غیر انساني دی. په افغانستان کې له اسلام څخه د غلط درک په پایله کې په ښځو باندې ځپونکي محدودیتونه د وخت په اوږدو کې وضعه شوي. د افغانستان اسلامي امارت هم پرته له دې، چې خپل لیدلوری او موقف په شرعي دلایلو دفاع کړي، د ښځو د تعلیم او کار حق یې دا درې کاله  نقص کړی. سره له دې چې اسلام ښځینه او نارینه ته د تعلیم تر لاسه کولو او کار کولو برابر حق ورکړی؛ خو بیا هم د افغانستان اسلامي امارت دې حق ته قایل نهدی. لا تر اوسه دا معلومه نهده، چې په راتلونکي کې به طالبان د ښځو د تعلیم او کار حق ورکړي او که نه؟ 

اسلام دا ښوونه کوي، چې نارینه او ښځینه په معنوي لحاظ سره مساوي دي. دواړه پهخپل ژوند کې خپلواک دي او جلا جلا به د قیامت په ورځ حساب ورکوي. اسلام ښځو ته د پیسو، املاکو، د ملکیت حق ورکوي. وګورئ که یوې ښځې ته دوه یا درې لکه ډالر په میراث کې ورسیږي او د ښځې د ژوند مصارف هم د هغې د خاوند په غاړه دي؛ نو په دا لوی مقدار پیسو څه وکړي؟ اسلام وایي، ښځه خپلواکه کاروبار لرلی شي. په مضاربت، مشرکت پیسې ورکولی شي. 

قرآن، سنتو او د علماوو په اجماع کې هېڅ داسې روایت نه‌شته، چې ښځې دې له سیاسي او عامه حقوق محرومې کړي.(حسن،۱۹۹۳) 

د محمد هاشم کمالي په وینا، ښځې د اسلام په اوایلو کې له عامه څيزونو محرومې نه وې، وروسته چې هر محدویت رامنځ ته شوی، په ښځو باندې د حاکمو شرایطو له امله دی، نه د شریعت له امله. لکه په افغانستان کې د ښځو اړوند د دویزو علماوو او طالبانو نظر او استدلال، چې ښځې د فساد اصلي لاملونه دي؛ نو باید په کور کې پاتې شي. عام خلک هم له کلتوري لحاظه دې ته حاضر نه‌دي، چې ښځه دې په لوړو بستونو کار وکړي؛ هغه مشهور متل به تاسو اوریدلی وي، چې ښځه یا د کور ده، یا د ګور(قبر). 

په واقعیت کې که وګورو د اسلام په اوایلو کې عالمې او فعالې ښځې ډېرې وې. د اسلامي تمدن په غوړېدا کې یې له نارینهوو سره متناسبه ونډه لرله. دلته څو بېلګې لیکو؛ 

د رسول(ص) د ژوند په اوږدو کې ښځې د نارینهوو تر څنګ په مهمو اداري پوسټونو ګومارل شوې وې. رسول(ص) د سمرا بنت نوحیک الاسدیه په نامه یوه ښځه د محتسبې، یا بازارپلټونکې او کنټرولکوونکې په توګه وټاکله، چې سوداګریز فعالیتونه تنظیم کړي او د عامه ګټو ساتنه وکړي. سمرا بنت نوحیک د لومړیو دوو خلیفهګانو د واکمنۍ پر مهال هم دغه مقام درلود. 

خلیفه عمر بن الخطاب(رض) یوه بله ښځه الشفاء(لیلا) بنت عبدالله  په نامه د بازار د مفتشې او مدیرې په توګه وټاکله. هغه د خپلې پوهې، تقوا او اخلاقو له امله په ټولنه کې مشهوره وه. 

د رسول(ص) محبوبې مېرمنې عایشه بنت ابوبکر(رض) د اسلام په وده، پرمختګ او اسلامپوهنې کې مهم رول لوبولی دی. هغې له رسول(ص) څخه د علم زیاته برخه مسلمانانو ته انتقال کړه او په ډېرو چارو کې هغه د رسول(ص) مشاور وه. عایشه(رض) د سیاست په نړۍ کې ښکېله وه، د بېلګې په توګه په ۶۵۶م کال کې د اوښ(جمل) د جګړې په وخت کې عایشه(رض) د خپل سیاسي لیدلوري په لرلو، د حضرت علي(رض) مخالفت وکړ، د یوه لښکر مشري  یې په غاړه واخیسته، په داسې حال کې چې په اوښ سپره وه او خپلو طرفدارنو ته یې وینا یې هم کوله. په دې جنګ کې مشهور صحابه طلحه او زبیر(رض) له عایشې(رض) سره ملګري وو او په یوه واحد صف کې یې جنګ کاوه. 

 د صحابهوو له وخت وروسته د تابعینو له نسل څخه د علم په برخه کې عمره بنت عبدالرحمن یادولی شو. هغه د عایشې بنت ابوبکر شاګرد او سکرتره وه. عمر بن عبدالعزیز د هغې ستاینه کوي او وایي له عایشې څخه په احادیثو کې له عمره پرته څوک ډېر نده پوه شوې. ویل کې کیږي چې عمره بنت عبدالرحمن د خپل ژوند په اوږدو کې د قضاء دنده هم ترسره کړه. 

د حضـرت سعد بن ابي وقاص(رض) لور، عایشې په اسلامي علومو کې ډېره پوهه درلوده. د امام ملک، حکیم بن عطیبه او ایوب السختیاني په شمول څو مشهور فقهاء او حدیثپوهان د هغې شاګردان وو. 

امام شافعي هم په مصـر کې د رسول(ص) د اولادې له یوې ښځې سیده نفیسه بنت الحسن بن علي ابن ابي طالب څخه، چې د هغه وخت له مخکښو عالمانو څخه وه، د حدیثو علم زده کړی دی. 

د اسلامي ټولنې په لومړیو کې ښځې په عامه، سیاسي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې په فعاله توګه بوختې وې. هغه وخت په پوسټونو کې ګومارنې د فرد د وړتیاوو او مهارتونو پر بنسټ وې، نه د جنسیت پر بنسټ. 

ښځې د اسلامي حکومت د اتباعو په توګه 

اسلام پرته له دې، چې جنسیت او ټولنیز موقف په نظر کې ونیسي، ټولو انسانانو ته د درناوي توصیه کوي؛ نو په اسلامي حکومت کې ښځینه او نارینه له بشپړ امنیت او حمایت څخه برخمن دي. د اسلامي تمدن تاریخ که دقیق وڅېړو، ډېر داسي دلایل به ومومو، چې په سیاسي او ښاري حقوقو کې ښځې او نر سره مساوي دي. لکه ښځې د نارینه په شان د رايې حق، سیاسي منصب ته د نوماندېدو حق، دولتي اموراتو کې د مشورې حق، سیاسي جریاناتو کې د نظر او فعالیت حق، روغتیایي او تعلیمي آسانتیاوو ته د لاسرسي حق لري.(کمالي۲۰۲۳) 

رسول(ص) سره د ښځینه‌وو او نارینه‌وو جلا جلا بیعت په ټاکنو کې د ښځو د ګډون پر جواز دلالت کوي. 

ښځې کولای شي د حکومت په کړنو انتقاد وکړي. قرآن کې امربالمعروف او نهې عن المنکر د ټولو مسلمانانو وجیبه ګرځول شوې؛ نو ښځې هم د نورو مسلمانو په څېر، هغه که دولت هم وي، نیوکه وکړي او کړنې یې وننګوي. په قرآن، سنتو او اسلامي تاریخ کې داسې ډېر مثالونه شته، چې ښځو حتیٰ له رسول(ص) سره په یوه موضوع جدي بحثونه کړي. لکه یوې ښځې د عمر(رض) په وخت کې په جومات کې په هغه نیوکه وکړه او خپله ادعا یې ثابته کړه، عمر(رض) اعلان وکړ، چې عمر ناحق او هغه ښځه په حقه ده. دا ټول مثالونه په ټولنه کې د ښځو د سیاسي او ټولنیز فعالیت په جواز باندې دلالت کوي. 

په معاصرو اسلامي ټولنو کې د ښځو وضعیت 

په اوومه پېړۍ کې د اسلامي ټولنو ښځې دومره ځواکمنې شوې، چې د دوی فعالیتونو اسلامي تمدن ته رنګ ورکړ؛ خو بیا هم هغه د پیاوړتیا اندازه، چې قرآن ښځو ته په نظر کې نیولې، د تاریخ په اوږدو کې په یو نه یو ډول سره نقص شوې. اوس هم په مسلمانو ټولنو کې ښځې له اقتصادي او سیاسي محدودیتونو سره مخ دي. دا د آیډیالوژۍ او واقعیت تر منځ د لوی واټن ښودنه کوي. 

د اسلامي هېوادونو په ډله کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وو. شاید عمده دلیل یې د ډېر وخت لپاره تر استمعار لاندې اوسېدل وي؛ خو وروسته له استعمار څخه هم دوی له ورته مشکلاتو سره مخ وو، چې عمده دلیل یې د پاچاهانو له خوا د هېوادونو اداره کول وو، هغوی چې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راغلل. بېوزلي، خوارځواکي او د روغتیایي خوندیتابه نه‌شتوالی هم د دې هېوادونو له مهمو ستونزو څخه دي، چې ښځې یې د نارینهوو په پرتله ډېرې ځپلې دي. دا سیمه د نړۍ د شاوخوا ۷۰ میلیونو بېوزلو کور دی، چې د ورځې ۲ ډالره عاید لري او د ۲۰ میلیونو خورا بېوزلو کور دی، چې د ورځې ۱.۲۵ ډالره عاید لري.  

افغانستان د ښځو لپاره داسې  یوه ټولنه ده، چې په‌کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ۲۰۲۱م کال اوړي کې د طالبانو له بیا راتګ سره د افغان ښځو په ژوند تیاره خپره شوه. ګڼ اساسي او حیاتي حقونه یې نقص شول؛ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل شول، ښځې له شل کلن تحصیل سره اوس په کور ناستې دي، د کار کولو او مدني فعالیتونو ترسره کولو له امله سختې ځورول کېږي. طالبانو د ښځو په وړاندې تبعیضـي چلند کې د هغوی پر مخ پارکونو ته تګ منعه کړ او په آخرو کې یې د ښځینه آرایشګاوو د تړلو فرمان هم صادر کړ، چې د BBC  د راپور په اساس ۶۰ زره ښځې بې‌روزګاره شوې. د طالبانو د حجاب ډول هم سخت جبري شوی او ښځې نهشي کولای تر ۷۲ کیلومتره اضافه یواځې په سفر لاړې شي. جالبه دا ده، چې دې ټولو ته شرعي دلایل تراشي، چې په کور دننه او بهر یې نور ډېر اسلامي علما مخالف دي.  

په افغانستان کې د ښځو وضعیت ناهیلي کېدو خوا ته روان دی. د طالبانو د سترې محکمې د رییس شیخ عبدالحکیم حقاني یو کتاب، چې د دوی د امیر په تایید سره نشـر شوی، په واضحو الفاظو وایي، چې ښځې ته په اسلام کې هېڅ وخت د حاکم د ټاکلو حق نه‌دی ورکړل شوی. په دې کتاب کې وایي، چې ټول عوام نه‌شي کولی د حاکم په ټاکلو کې ونډه واخلي؛ ځکه دوی عالمان نه حسابېږي. کله چې ښوونځي او مکتبونه تړل شوي وي، څوک به چېرته عالم شي.  

ستونزه به هلته لویه شي، کله چې د طالبانو همدا سیاستونه دوام وکړي، وګورئ په نړۍ کې د غریبانو له اندازې څخه ۷۰ سلنه یې ښځې دي. که دلیل یې وڅېړو، تر ټولو ستر لامل به یې جنسیتي نابرابري وي؛ ځکه فقر او جنسیتي نابرابرۍ په یوه بل کې نغښتي دي.  

په اسلامي نړۍ کې د ښځو د پرمختګونو ستاینه 

په اسلامي نړۍ کې له سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره سره په دې ټولنو کې د ښځو د اصلي حیثیت ساتلو او پياوړي کولو په اړه د تعلیمیافته حلقو تر منځ د بحثونو کچه مخ په ډېرېدو ده. دوی په حکومتونو فشار راوړی، چې دواړو جنسونو لپاره د زدهکړو او کارموندنې مساوي حقونه چمتو کړي. د بېلګې په توګه د مالیزیا حکومت له اوږدې مودې راهیسې د جنسیت له تبعیض پرته په تعلیمي سکټور پانګونه کړې. لوړو زدهکړو کې د مالیزیايي ښځو ګډون تر ۶۵٪ سلنه رسېږي. دغې چارې ښځو ته توانايي ورکړه، چې لوړ معاش لرونکې دندې اشغال کړي. په مالیزیا کې په ۲۰۰۰م کال کې ۵٪ د لوړ پوړو چارواکو له جملې ښځې وې؛ دا سلنه په ۲۰۰۲م کال کې ۵.۳٪ ته  لوړه شوه. اوس په مالیزیا کې مېرمنې د کاري ځواک ۴۷٪ تشکیلوي. په عامه او اقتصادي برخو کې د ښځو دا فعاله ونډه د هېواد د اقتصادي او سیاسي ثبات په برخه کې یو له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي. د سروې له مخې مالیزیا د آسیا په کچه درېیم هېواد دی، چې کم فساد په‌کې دی. د مالیزیا مثال دا ښوونه کوي، چې جنسیتي نابرابري او فساد مستقیمه اړیکه لري. په هغو هېوادنو کې چې د ښځو د پياوړتیا او د جنسیت د برابرۍ هڅې زیاتې دي، هلته د فساد کچه د وخت په تېرېدو کمه شوې ده. ورستیو څېړنو ښودلې، چې پياوړې ښځې په لوړه سطحه د پرېکړو کولو صلاحیت لري، پياړوې لوبغاړې ثابتېدی شي، چې له فساد سره مبارزه وکړي. د مریلېنډ پوهنتون د IRIS مرکز له خوا یوه څېړنه ښایي، چې په عامه بستونو کې د ښځو اشتغال د اداري فساد له ټیټې کچې سره تړاو لري. د هېوادونو تجربو هم دا ثابته کړې، چېرته چې د کار لویه برخه ښځې تشکیلوي او چېرته چې مېرمنې د پارلمان په څوکیو کې زیاته برخه لري، هلته د فساد کچه ټیته وي.(سوامي او نور،۱۹۹۹، مخ.۱۹) 

 ارواپوهان وايي، مېرمنې ممکن د اخلاقي چلند لوړ معیاورنه ولري او داسې ښکاري، چې د عامه ګټو په وړاندې ډېرې اندېښمنې وي.(دلار۱۹۹۹) 

په افغانستان کې هم د جمهوریت په وخت کې د فساد ضد مبارزې په برخه کې د زیاتو ښځو د ګومارلو پالیـسي پيل شوې وه. د ترهګرۍ په وړاندې تش په نامه د امریکا مبارزې افغانستان د نړۍ په تر ټولو له فساده ډک هېواد بدل کړی و؛ خو بیا هم په هغه وخت کې د افغانستان لوی څارنوال عبدالسلام اعظیمي تایید کړې وه، چې په ټول افغانستان کې د فساد له لوړې کچې سره سره په هېواد کې ښځینه قاضیانې د فساد یوه قضیه هم نه‌لري. هغه وخت په افغانستان کې ۱۸۰ ښځینه قاضیانې وې، چې د ټولو قاضیانو ۱۰٪ یې جوړوله. اوس دې ته یو ضرورت دی، چې ښځینه قاضیانې په محکمو کې وګومارل شي؛ دا په دوو دلیلونه سره؛ 

  1. په ټوله نړۍ کې د نارینه‌وو په پرتله د ښځینه قاضیانو د فساد قضیې ډېرې کمې دي. 

  1. ښځینه شکایت کوونکې کولی شي، خپلې ستونزې د نارینه قاضي په پرتله له ښځینه قاضي سره په غوره توګه شریکې کړي. 

د افغانستان جمهوري حکومت په پام کې لرله، چې د جنسیت له مخې د واک وېش انډول له قضا څخه بهر د حکومت نورو برخو ته هم وغځوي. همدا وو، چې په هغه وخت کې د افغانستان په ولسـي جرګه کې د ۲۴۹ استازو له ډلې ۶۹ ښځې وې، چې ۲۷.۷ سلنه یې تشکیلوله. په دې توګه افغانستان د نړۍ له ۱۸۹ هېوادنو څخه په مقننه قوه کې د ښځو له زیاتې ونډې سره د نړۍ ۳۷م هېواد شو. 

پایله 

له یوې لنډې ارزونې وروسته (په اسلامي نړۍ کې د ښځو وضعیت او د هغوی اسلامي حقوق) اړوند داسې پایله اخلو؛ 

  1. اسلام له اوومې پېړۍ راهیسې ښځې له پرمختللو حقوقو سره ځواکمنې کړې دي. د اسلام په لومړیو کلونو کې ښځو په ټولنه کې د ښوونکو، عالمانو، کاروباریانو او عامه/سیاسي شخصیتونو په توګه مهم رول لوبولی دی. په اسلام کې ښځې د یوه هېواد د اتباعو په توګه له بشپړو او مساوي، اساسي، مدني او بشـري حقوقو څخه برخمنې دي، پرته له دې چې جنسیت یا موقف یې په نظر کې ونیول شي. اسلام په ځینو اسلامي هېوادنو کې د ښځو په وړاندې دا د نن ورځې چلند او غلطفهمیو او دسیسو برعکس ولاړ دی.  په داسې حال کې چې د اسلام تاریخي او دیني ریښې د ښځو حقونه او مساوات ساتي. 

  1. مسلمانې ښځې نن سبا له ګڼو ستونزو سره مخ دي، لکه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې. دا ستونزې په یوه هېواد کې د اتباعو حقوقو ته د درناوي له نه‌شتوالي سره تړاو لري. 

  1. دې لیکنې د ښې حکومتولۍ او د ښځو د حقونو تر منځ مستقیمه اړیکه ښودلې. کله چې په هېوادونو کې جنسیتي نابرابري زیاته وي، هلته فساد او ضعیفه حکومتولي زیاتېږي. برعکس چېرته چې جنسیتي مساوات وي، هلته ښه حکومتولي، دوامداره وده، پرمختیا او د بېوزلۍ کمښت ترلاسه کېږي. 

مسلمانې ښځې دا وړتیا لري، چې په اسلامي نړۍ کې د فساد، ټولنیزو ستونزو، تاوتریخوالي او جرمونو په کمولو کې اساسي رول ولوبوي. د پالیـسي جوړولو په پروسو کې د ښځو فعاله ونډه د اسلامي ټولنې(امت) د بریالیتوب لپاره کلیدي راز کېدی شي. 

وړاندیزونه 

دا لیکنه لاندې وړاندیزونه او سپارښتنې کوي؛ 

چارواکې باید د جنسیت پر بنسټ د تبعیض، فساد، نفاق، سیاسي او اقتصادي بېعدالتیو مخـه ونیـسي، ځکه د ټولنې د هوساینې، امنیت او ثبات مخه نیسـي. هر دولت باید د واک لاندې وګړو حقونه تضمین کړي، پرته له دې چې جنسیت، عمر، مذهب، ټولنیز دریځ یا توکم ته پام وکړي. 

د ښځو غوښتنې او حقونه باید د هېڅ بهرني یا داخلي لوري له خوا له پامه ونه غورځول شي. حکومتونه باید د ښځو لپاره یو پلېټفورم چمتو کړي، چې په فعاله توګه د قانونجوړونې او پالیسـيجوړونې پروسو کې برخه واخلي. په اسلامي نړۍ کې د ښځو د پام وړ ظرفیت باید وپېژندل شي، چې د هېوادنو په ځان بسیاینې کې ترې ګټه واخیستل شي. 

مسلمان دیني مشـران، قاضیان، امامان او د ټولنو مشـران باید په اسلامي ټولنو کې د ښځو د رول د ښه پوهاوي لپاره په انفرادي او ټولیزه توګه کار وکړي. په اسلامي نړۍ کې له اوږدې مودې راهیسې له ښځو سره د ناوړه چلند د زیانونو او منفي پایلو د مخنیوي لپاره باید روښانفکره افراد مبارزه وکړي. 

په لوړو معاشاتو او مدیریتي پوسټونو ګومارنه باید د کاندیدانو د وړتیا او مهارتونو پر بنسټ وي، نه د جنسیت پر بنسټ. که چېرې یوه ښځه یا نارینه د خپلې ټولنې، شرکت، موسسې د رهبرۍ وړتیا ولري، پرته له جنسیتي توپیر څخه د مشرتابه موقف ترلاسه کړي. دا له اسلامي لارښوونو سره سمون لري. 

رسنۍ او تعلیمي سېسټم باید په فعاله توګه د اسلامي حکومتدارۍ لاندې په اسلام کې د ښځو د مقام په اړه عامه پوهاوي لوړولو لپاره وکارول شي. د اسلامي حکومت‌دارۍ له نظره دې د ښځينه اتباعو حقوق د پوهنتون په نصاب کې داخل شي او درسي کتابونه دې چمتو شي، چې مسلمان ځوانان وروزي، چې له ښځو سره سم چلند وکړي. 

 

منابع 

کتابونه او علمي مقالې؛ 

  1. حقوق زنان در اسلام. نوشتهی نویسندگان مختلف که به بررسی اصول اسلامی و تفسیرهای مختلف از آن میپردازند. 

  1. فیمینیزم و اسلام، ژورنال مطالعات اسلامی. 

 

  1. Ahmed, Nazeer (n.d.), “Women Sovereigns in Islam,” History of Islam: An Encyclopedia of Islamic History, available at http://historyofislam.com/ contents/the-post-mongol-period/women-sovereigns-in-Islam. Retrieved on 22 December 2014. 

  1. Kamali, Mohammad Hashim (2002), Freedom, Equality and Justice in Islam, Malaysia: Ilmiah Publishers. 

  1. Kamali, Mohammad Hashim (2013), Citizenship and Accountability of Government: An Islamic Perspective, Kuala Lumpur: IAIS & Ilmiah Publishers. 

  1. Swamy, Knack, Lee and Azfar (1999), “Gender and Corruption,” IRIS Centre Working Paper No. 232. 

  1. Transparency International (2014), “Gender, Equality and Corruption: What Are the Linkages?” Policy Brief 01/2014. 

Arabic: 

  1. Al-Mawardi, Abu al-H . asan (1386AH), Kitab al-Ah .kam al-Sult .aniyyah (2nd edn.), Cairo: Mus .t .afa al- Babi al-H . alabi, p. 65. 

  1. H . asan, ‘Abd al-H . ak¯ım H . asan (1983), Al-‘¯Il¯ı, al-H . urriy¯at al-‘Ammah, Cairo: D¯ ar al-Fikr. 

پیعام