
د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د مېرمنو د جبري ایستلو په اړه د ملالې یوسفزۍ اندېښنه
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د ایستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې خبرداری ورکړی چې دغه اقدام به زرګونه مهاجر د زدهکړې او کار په څېر له خپلو اساسي حقونو بېبرخې کړي او هغوی به اړ کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړي. ملالې د یادې پروسې د درولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید د زیانمنو افغانانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
د دغو اندېښنو په غبرګون کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ملالې یوسفزۍ غوښتي چې د هغو افغانانو نوملړ له بشري مرستندویه سازمانونو سره شریک کړي، چې له خطر سره مخ دي، څو د هغوی د ساتنې لپاره اړین اقدامات وشي. پاکستان ټینګار کړی چې یوازې هغه کسان به له ایستنې خوندي وي چې له مستقیم ګواښ سره مخ وي، او دا هېواد سره له دې چې د ۱۹۵۱ کال د کډوالۍ کنوانسیون غړی نه دی، د نړیوالو قوانینو درناوی کوي.