نیویارک تایمز: ټرمپ غواړي د افغان مېرمنو د حقونو لپاره د ځانګړې استازې دنده ختمه کړي

نیویارک تایمز ورځپاڼې د یک‌شنبې په ورځ، د حمل میاشتې په ۳۱مه، راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي اجرایي فرمان په مسوده کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په ساختار کې د پراخو بدلونونو وړاندیز کړی دی.


د راپور له مخې د بدلونونو په لړ کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د ځانګړي استازي د دندې لغوه کول هم شامل دي. د دې دندې مسؤلیتونه به د منځني ختیځ افغانستان ځانګې ته وسپارل شي. همداراز به د اقلیمي تغیراتو، ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د کډوالۍ اړوند دفترونه هم وتړل شي.


د دې بدلونونو موخه د لګښتونو کمول او د بهرنیو چارو وزارت د فعالیتونو بیا ارزونه ښودل شوې ده. خو دا وړاندیزونه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، یاد راپور «جعلي» بللی، خو نیویارک تایمز ټینګار کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا هم په دې اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی.

پیعام