د روسیې پر پرېکړې د «د شنبه‌های ارغواني» غورځنګ نیوکه؛ طالبان لا هم یوه تروریستي ډله ده

د ښځو د حقونو خوځښت «شنبه‌های ارغواني» د روسیې سترې محکمې هغه پرېکړه غندلې چې پکې طالبان له ترهګریزو ډلو څخه موقتاً لرې کړل شوي دي. د دې خوځښت غړي ټینګار کوي چې د طالبانو ماهیت نه‌دی بدل شوی، او دا اقدام یوازې د روسیې د سیاسي ګټو لپاره شوی دی.


هغوی له بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د دې پرېکړې په وړاندې جدي دریځ ونیسي. د دې خوځښت په وینا، طالبانو ته مشروعیت ورکول د افغانستان د ښځو د امنیت او حقونو لپاره یو ګواښ دی، او نړیواله ټولنه باید د دې پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.

پیعام