.jpg)
د افغانستان چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د مرستیالې په توګه د یوې افغان مېرمنې ګمارل کیدل
۳۳ کلنه ماري کبیر سراج بیشاپینګ چې د افغانستان له سلطنتي کورنۍ څخه ده د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان چارو لپاره د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده. نوموړې له دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشره مشاوره وه، او د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د څار مسؤله هم پاتې شوې ده.
بیشاپینګ له ویرجینیا پوهنتون څخه په حقوقو کې دوکتورا لري او د لوسانجلس له کالیفورنیا پوهنتون څخه یې لیسانس اخیستی دی. د هغې د رسمي ژوندلیک پر بنسټ، نوموړې د ملکې ثریا طرزي، له طرفه چې د شاه امانالله خان مېرمن وه، د شاه له کورنۍ سره تړاو لري. بیشاپینګ په امریکا کې زېږېدلې ده او تر اوسه یې افغانستان ته سفر نهدی کړی. د هغې مور و پلار د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال له افغانستانه وتلي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې افغانتبارې مېرمنې ټاکنه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسۍ لا هم د بدلون په حال کې دي، او د هغې رول کولای شي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ډیپلوماتیکو اړیکو اغېز وکړي.